پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان د حوثیانو پر ضد د هوايي بریدونو امکان ارزوي

پاکستان د حوثیانو پر ضد د هوايي بریدونو امکان ارزوي

سرچینې وایي، پاکستاني چارواکي د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثیانو له بریدونو وروسته د راتلونکو اقداماتو په اړه د خبرو لپاره استانبول ته تللي دي.

ویل کیږي، پاکستان د سعودي عربستان په غوښتنه په یمن کې د حوثیانو پر ضد د هوايي بریدونو د ترسره کولو امکان ارزوي، خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د رویټرز د راپور له مخې، سعودي چارواکو له پاکستان غوښتي چې په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو بریدونه وکړي.

پاکستاني سرچینو ویلي چې اسلام‌اباد لا هم دا موضوع ارزوي او د بریدونو د ترسره کولو پرېکړه نه ده وروستۍ شوې.

دا بحث وروسته له هغه راپورته شوی چې حوثیانو د سعودي عربستان پر خمیس مشیط او نورو سیمو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې ۷۳ کسان ټپیان شوي او د تېلو ځینې تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

پاکستان تر دې مخکې په یمن کې د حوثیانو پر ضد په مستقیمو پوځي عملیاتو کې له ګډون ډډه کړې وه. خو د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ د نوي ګډ دفاعي تړون له امله د اسلام‌اباد احتمالي پوځي رول اوس د سیمې د روان کړکېچ مهمه موضوع ګرځېدلې ده.

پاکستان ټینګار کوي چې که پوځي ملاتړ وکړي، موخه به یې د سعودي د خاورې دفاع وي او په یمن کې په ځمکنیو جګړو کې برخه نه اخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here