د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، تمه لري له ایران سره روانه جګړه د نومبر له منځمهالو ټاکنو سمدستي وروسته پای ته ورسېږي.
ټرمپ د سپټمبر په ۹مه خبریالانو ته ویلي چې ایران نور د امریکا د اقتصادي فشارونو پر وړاندې د مقاومت توان نه لري او هڅه کوي د امریکا پر ټاکنو اغېز وکړي.
نوموړي همداراز اټکل کړی چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د نفتو بیې په چټکۍ راټیټې شي.
د رویټرز په وینا، د جګړې د زیاتېدو له امله د برېنټ خام تېلو هر بېرل بیه د ۱۰۰ ډالرو له کچې لوړه شوې ده.
ټرمپ ویلي، له تهران سره د خبرو امکان شته، خو زیاته کړې یې ده چې واشنګټن دا مهال په فعاله توګه د یوې هوکړې په لټه کې نه دی.
د امریکا منځمهالې ټاکنې د نومبر په ۳مه ترسره کېږي او د جګړې دوام، د نفتو لوړې بیې او د ژوند د لګښتونو زیاتوالی د ټاکنو له مهمو سیاسي موضوعاتو بلل کېږي.

