د پاکستان د لاهور ښار په کېنګ اېډوارډ طبي پوهنتون کې یو شمېر افغان زدهکړیالان له لیلیې ایستل شوې دي.
له دغه پوهنتون یو شمېر زدهکړیالانو حماسه مېډیا ته وویل چې څو ورځې کیږي له لیلیې ایستل شوي او دا مهال یې پوهنتون ته تګ راتګ او د اوسېدو چارې هم له خنډ او ننګونو سره مخ دي.
دوی وایي، کله ناکله له خپلو ځینو پاکستاني ملګرو او ټولګیوالو سره په خونه کې پاتې کیږي او پوهنتون ته هم په پټه او احتیاط تګ راتګ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د طب او ستوماتولوژۍ ټولو پوهنتونونو او مؤسسو ته خبر ورکړی چې افغان زدهکړیالان باید خپل هېواد ته ستانه شي او له پاکستانه د ایستلو اداري چارې یې بشپړې کړي.

