د اردن هوايي دفاعي سیستمونو د ایران له لوري توغول شوي ۲۰ بالستیک توغندي کشف او شنډ کړي دي.
اردني چارواکي وايي، ۱۸ توغندي یې له منځه وړي او دوه نور په نااباده سیمو کې لوېدلي دي. په برید کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د راپورونو له مخې، برید د اردن په الازرق سیمه کې د امریکايي ځواکونو یوې اډې ته متوجه و. د توغندیو د شنډولو صحنې د سیمې خلکو هم ثبت کړې دي.

