د یمن سعودي ملاتړ لرونکي حکومتي ځواکونو د هېواد په لوېدیځ ساحل کې پر حوثي ځواکونو بریدونه کړي او د حوثیانو پر وړاندې یې خپل پوځي عملیات پراخ کړي دي.
د راپورونو له مخې، په تعز، الحدیده او نورو سیمو کې د دواړو لورو ترمنځ جګړې زیاتې شوې دي. وروستیو نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي، چې ملکیان هم پکې شامل دي.
دا نښتې په داسې مهال زیاتېږي چې په سیمه کې د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ هم کړکېچ بېرته شدید شوی دی.

