د جاپان په ناګویا ښار کې سختو او بېساري بارانونو سیلابونه رامنځته کړي او د خلکو ورځنی ژوند یې ګډوډ کړی دی.
په ښار کې یوازې په یوه ساعت کې ۱۰۵ مليمتره باران ورېدلی چې د ناګویا لپاره تر ټولو لوړ یوساعته باران بلل کېږي.
د سختو بارانونو له امله د سیلابونو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

