چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Homeافغانستاناصف درانی: د افغان طبي زده‌کړیالانو شړل ټکان ورکوونکي دي

اصف درانی: د افغان طبي زده‌کړیالانو شړل ټکان ورکوونکي دي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له پاکستانه د طب افغان زده‌کړیالانو د شړلو پرېکړه ټکان ورکوونکې بللې او له پاکستانه یې د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه کړې ده.

دراني ویلي، د هغو زده‌کړیالانو، په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو، شړل چې له سختو ستونزو سره سره یې د زده‌کړو لپاره مبارزه کړې، یوازې یوه اداري موضوع نه ده، بلکې د انسانیت، خواخوږۍ او د پاکستان د اخلاقي مسؤلیت مسئله ده.

هغه زیاته کړې چې د دغو نجونو زده‌کړیالانو لپاره زده‌کړه د باعزته راتلونکي یوازنۍ پاتې لار کېدای شي او افغانستان ته د هغوی ستنول چې ښځې او نجونې په کې د زده‌کړو ترڅنګ له سختو محدودیتونو سره مخ دي، د دوی د کلونو زحمتونه او د ډاکټرانو کېدو هیلې له منځه وړي.

دراني ټینګار کړی چې که دغه زده‌کړیالان د پاکستان د حکومت په بورسونو زده‌کړې کوي، نو د دوی د پاتې کېدو لپاره لا قوي دلیل شته.

هغه له پاکستانه غوښتي چې زده‌کړیالان د هغو شرایطو له امله ونه‌ځپي چې د دوی له کنټرول بهر دي او پرېږدي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي، ډاکټران شي او د خپل ولس خدمت وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here