چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Homeافغانستانبښنې نړیوال سازمان: له پاکستان د افغان طبي محصلینو ایستل تبعیض او...

بښنې نړیوال سازمان: له پاکستان د افغان طبي محصلینو ایستل تبعیض او خپل‌سري ده

د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) هغه پرېکړه غندلې چې له مخې یې په پاکستان کې له افغان طبي محصلینو غوښتل شوي چې افغانستان ته ستانه شي.

دغه سازمان ویلي، دا پرېکړه «په ښکاره ډول تبعیضي او خپل‌سري» ده او اغېزې یې پر ښځینه محصلینو لا ډېرې سختې دي؛ ځکه ډېری افغان نجونې لا له وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له امله له لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې ډېرو دغو محصلینو کلونه د طب زده‌کړو ته ځانګړي کړي، خو د پاکستان د پرېکړې له امله یې د زده‌کړو د ناڅاپي درېدلو او په بل ځای کې د بیا پیلولو د محدودو امکاناتو له ګواښ سره مخ دي.

دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې د ملي هویت پر بنسټ له تبعیض پرته د زده‌کړې حق رعایت کړي او افغان محصلینو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو، ته اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here