سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
Homeافغانستانپاکستان کې افغان نجونو محصلینو له نړیوالې ټولنې د خپلو زده‌کړو او...

پاکستان کې افغان نجونو محصلینو له نړیوالې ټولنې د خپلو زده‌کړو او خوندیتوب د ملاتړ غوښتنه وکړه

په پاکستان کې یو شمېر افغان محصلینو، په ځانګړي ډول افغان نجونو او ښځو، د خپلو زده کړو، خوندیتوب او راتلونکي په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې دي.

دوی په یوه پیغام کې ویلي چې په پاکستان کې د افغان محصلینو وضعیت د اندېښنې وړ دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دوی غږ واوري، د وضعیت په اړه پوهاوی رامنځته کړي او له افغان محصلینو، په ځانګړي ډول نجونو او ښځو، ملاتړ وکړي.

د پیغام له مخې، یو شمېر افغان نجونې او ښځې نه شي کولی په ساده ډول خپل هېواد ته ستنې شي، ځکه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د دوی د زده‌کړو د دوام او د ازادانه او باعزته ژوند امکانات محدود دي.

په دې پیغام کې له خلکو غوښتل شوي چې د افغان محصلینو غږونه شریک او د هغوی د زده‌کړو او بشري حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here