د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډله به د راتلونکو اکټوبر او نومبر میاشتو پر مهال په متحده عربي اماراتو کې د بنګلهدېش او زمبابوې پر وړاندې په ټېسټ، یو ورځنیو او شل اووریزو بڼو کې نړیوالې سیالۍ ترسره کړي.
د مهالوېش له مخې، د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ به یوازنۍ ټېسټ لوبه د اکټوبر له ۹مې تر ۱۳مې نېټې ترسره شي. له دې وروسته به د افغانستان، بنګلهدېش او زمبابوې ترمنځ درې اړخیزه یو ورځنۍ لوبلړۍ د اکټوبر په ۱۷مه پیل شي.
په درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله یو ځل له بلې سره ولوبېږي او دوه غوره لوبډلې به د اکټوبر په ۲۳مه د پایلوبې لپاره سیالي وکړي.
له درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته به افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د درې شل اووریزو لوبو لړۍ ترسره کړي. ټاکل شوې لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۲۷مه، دویمه د ۲۹مې او درېیمه د نومبر په لومړۍ نېټه ترسره شي.
افغانستان او زمبابوې به وروسته د دوو ټېسټ لوبو په لړۍ کې هم مخامخ شي. لومړۍ ټېسټ لوبه به د نومبر له ۵مې تر ۹مې او دویمه به د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې ترسره شي.
په دې توګه، افغان لوبډله به د دوو میاشتو په موده کې د بنګلهدېش او زمبابوې پر وړاندې په درېیو بېلابېلو بڼو کې ټولټال ۹ نړیوالې سیالۍ ترسره کړي؛ چې د افغانستان لپاره به د ټېسټ، یو ورځنیو او شل اووریزو لوبو په برخه کې د سیالۍ مهم پړاو وي.

