د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ترک، خبرداری ورکړی چې پرمختللې مصنوعي ځیرکتیا کولی شي د بشریت لپاره په یوه «وجودي ګواښ» بدله شي.
ترک د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب لپاره د جدي نړیوالو تضمینونو، خپلواکې څارنې او روښانه محدودیتونو د رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.
هغه ټینګار کړی چې هېوادونه او د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې فعال شرکتونه باید د دې ټکنالوژۍ د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره ګډ اقدامات وکړي.

