د کابل په خاتمالنبیین مدرسه کې د تخلیې پر مهال د وسلو او مهماتو یو ډیپو موندل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت اړوند د غصب د مخنیوي کمیسیون د څلورو ادارو، د درېیمې او شپږمې استخباراتي او پولیسو حوزو په همغږۍ او همکارۍ، یاده مدرسه تخلیه شوې ده.
د مدرسې د محافظینو مسؤل عبدالرزاق، ویلي چې له دوی سره نهه میله وسله موجوده وه او د پولیسو د شپږمې حوزې اړوند مکتوبونه یې هم وړاندې کړي دي.
دغه وسلې کمیسیون ته سپارل شوې دي.
خو د مدرسې د بلاکونو د سپارلو او د محافظینو د رخصتولو پر مهال د وسلو او مهماتو یو بل ډیپو هم موندل شوی دی.
ویل کیږي په دغه ډیپو کې درې قبضې راکټ، دوه پایې درنې پیکا ګانې، ۲۰ میله کلاشینکوف، ۲۲ ډک او ۲۱ تش د کلاشینکوف شاجورونه، شپږ د کلاشینکوف چانټې، ۵۳ د راکټ مرمۍ، ۲۲۵۰ د درنې پیکا مرمۍ، ۴۷ پټاقۍ، د پیکا مرمیو ۱۰ بکسې او ۱۰ مخابرې موندل شوې دي.

