سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
Homeاقتصادایران: امریکا ته د اقتصادي بندیزونو ځواب د نوې سمندري سیمې په...

ایران: امریکا ته د اقتصادي بندیزونو ځواب د نوې سمندري سیمې په جوړولو ورکوو

ایران وايي، په فارس خلیج کې د یوې نوې محدودې سمندري سیمې د اعلانولو او د هرمز تنګي لپاره د نوې سمندري تګلارې د نقشې د خپرولو پلان لري.

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي ویلي، دغه سیمه به له هغه ځای پیل شي چې د امریکا سمندري محاصره پیلېږي او د خلیج ځینو برخو ته به وغځېږي. نوموړي خبرداری ورکړی چې دې سیمې ته له اجازې پرته ننوتونکې بېړۍ به د ایران د بندیزونو په نوملړ کې شاملې شي.

رضايي ویلي، ایران به د امریکا د «اقتصادي جګړې» په وړاندې په خلیج کې د سمندري محدودې سیمې په جوړولو ځواب ورکړي.

هغه همداراز ویلي چې ایران د امریکا جنګي بېړیو پر لور پرمختللی توغندی توغولی دی، خو د امریکا پوځ وايي چې د خپلو بېړیو پر وړاندې یې د توغندیز برید مخه نیولې ده.

د رویټرز په وینا، د هرمز تنګي له لارې له جګړې مخکې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز شاوخوا پنځمه برخه لېږدول کېده؛ له همدې امله د دې تنګي د تګ راتګ هر ډول پراخ محدودیت کولی شي د نړیوالې انرژۍ پر بازارونو د پام وړ اغېز وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here