سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
Homeافغانستانپاکستان د طب له افغان محصلینو غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي

پاکستان د طب له افغان محصلینو غوښتي چې افغانستان ته ستانه شي

د پاکستان طبي او غاښونو شورا (PM&DC) له هغو افغانانو غوښتي چې په دغه هېواد کې د طب او غاښونو په زده‌کړو بوخت دي، افغانستان ته ستانه شي.

پي‌اېم‌ډي‌سي د پاکستان ټولو دولتي او خصوصي طبي او د غاښونو پوهنتونونو او مؤسسو ته په یوه مکتوب کې ویلي، هغه افغانان چې مخکې په طبي او غاښونو پروګرامونو کې شامل شوي، باید د نافذې پالیسۍ له مخې افغانستان ته بېرته ستانه شي.

شورا له اړوندو تعلیمي مؤسسو غوښتي چې د افغان محصلینو د وتلو لپاره ټول اړین اداري مراحل بشپړ کړي، د اړتیا وړ NOC سندونه صادر کړي او د هغوی د پاکستان پرېښودو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په مکتوب کې همداراز ټینګار شوی چې د ۲۰۲۶ تحصیلي کال لپاره افغانانو ته د طب او غاښونو په برخه کې نوې داخله، انتقال، تبدیلي او یا هر ډول بله تعلیمي اسانتیا تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.

پي‌اېم‌ډي‌سي پوهنتونونو ته درې ورځې وخت ورکړی چې د دې لارښوونو د عملي کولو په اړه خپل راپور له بشپړو معلوماتو سره شورا ته وسپاري.

د پاکستان طبي او غاښونو شورا خبرداری ورکړی چې د لارښوونو په عملي کولو کې ځنډ، د معلوماتو پټول او یا له اجازې پرته افغانانو ته د داخلې یا نورو اسانتیاوو برابرول به جدي وبلل شي.

دا لارښوونه په داسې مهال ده چې په پاکستان کې د افغان محصلینو د زده‌کړو، ویزو او اقامې وضعیت په وروستیو میاشتو کې له ګڼو ننګونو سره مخ شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here