سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
Homeافغانستانډبلیو‌اېچ‌او په افغانستان کې د فستولا ناروغۍ د درملنې خدمتونه پراخوي

ډبلیو‌اېچ‌او په افغانستان کې د فستولا ناروغۍ د درملنې خدمتونه پراخوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، په افغانستان کې د ښځو لپاره د فستولا ناروغۍ د درملنې ځانګړي روغتیايي خدمتونه پراخوي.

ډبلیو‌اېچ‌او په یوه پیغام کې ویلي چې د اسلامي پراختیايي بانک، د اسلامي همکاریو سازمان، د سعودي عربستان د پاچا سلمان بشري مرستو مرکز، د افغانستان د بشري مرستو صندوق او د پرمختیا لپاره د عربي خلیج پروګرام په ملاتړ، د فستولا ناروغۍ درملنې ته د ښځو لاسرسی زیاتوي.

د دې خدمتونو په لړ کې جراحي، مشورې او له درملنې وروسته روغتیايي پاملرنه شامل دي چې موخه یې د فستولا له ناروغۍ سره د مخ ښځو رغېدنه او هغوی ته په درناوي د ژوند بېرته عادي کېدو زمینه برابرول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here