سه شنبه, سپتمبر 8, 2026
Homeافغانستاناوچا: په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړې پر وړاندې لا هم...

اوچا: په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړې پر وړاندې لا هم ګڼ خنډونه شته

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، په افغانستان کې د ماشومانو د زده‌کړې پر وړاندې لا هم ګڼ خنډونه موجود دي.

اوچا د لیک لوست نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې لیک لوست د پوهې، فرصتونو او خوندي راتلونکي پر لور دروازې پرانیزي.

دې ادارې ټینګار کړی چې د زده‌کړې په برخه کې دوامداره پانګونه اړینه ده، څو ماشومان وکولای شي له زده‌کړو برخمن شي او خپل ظرفیتونه وکاروي.

اوچا وايي، د زده‌کړې لپاره د مناسبو فرصتونو برابرول کولی شي له ماشومانو سره مرسته وکړي چې ښه راتلونکی ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here