د غزې په لوېدیځ کې د اسرائیلو په یوه برید کې یوه ۸ کلنه نجلۍ، وفا عقیله له خپل پلار سره یوځای ووژل شوه.
د الجزیرې د راپور له مخې، وفا د یکشنبې په ورځ په لومړۍ ورځ د ښوونځي په لور روانه وه، خو کله چې له خپل پلار سره په موټر کې وه، اسرائیلو د هغوی موټر په نښه کړ.
په برید کې وفا او پلار یې ووژل شول.
اسرائیل ادعا کوي چې په دغه برید کې یې د حماس یو وسلهوال په نښه کړی و.

