د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د زده کړو عالي شورا په یوه ناسته کې پرېکړه کړې چې د کابل پوليتخنیک پوهنتون کې د هوا، فضا او پرمختللو برېښنايي سیسټمونو د انجینرۍ نوی پوهنځی جوړوي؛ هغه اقدام چې د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ په برخو کې د متخصصو کادرونو د روزنې لپاره به زمینه برابره کړي.
د معلوماتو له مخې، په دغه پوهنځي کې به څلور تخصصي څانګې جوړې شي. د بېپیلوټه الوتکو او بېسرنشینه سیسټمونو انجینري، د الوتکو انجینري، د هوا او فضا انجینري او د رادار او اویونیک انجینري به د دې پوهنځي مهمې څانګې وي.
همداراز ویل کیږي چې په یاده ناسته کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو لپاره د ۲۴ نويو پوهنځیو او ۲۹ څانګو د رامنځته کېدو خبره هم شوې ده.
که دا پرېکړه عملي شي نو په افغانستان کې به لومړی ځل وي چې محصلانو ته د هوايي او فضايي ټکنالوژۍ په بېلابېلو برخو کې د پوهنتوني کچې تخصصي زدهکړې برابریږي.

