پاکستان د نیپال له سختو سېلابونو او ځمکې ښوېدنو زیانمنو شویو خلکو لپاره ۱۰۰ ټنه بشري مرستې لېږلې دي.
په دغو مرستو کې خیمې، کمپلې، د حفظالصحې کټونه او درمل شامل دي.
د پاکستان مرستیال لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، پاکستان د نیپال له حکومت او خلکو سره په دې سخته شېبه کې ولاړ دی او د طبیعي ناورین د اغېزو د کمولو لپاره هر ډول ممکنې مرستې ته چمتو دی.
د نیپال په ځینو سیمو کې د اګست په ۲۶مه له سختو سېلابونو او ځمکې ښوېدنو وروسته پراخ زیانونه اوښتي او د ژغورنې او مرستې عملیات لا هم روان دي.

