یکشنبه, سپتمبر 6, 2026
Homeافغانستاند ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو...

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو وضعیت په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه تعاملي غونډه کوي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به هم په کې خپل نوی راپور وړاندې کړي.

بېنېټ په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه غونډه به سبا د سپټمبر په اوومه د افغانستان په وخت په ۶ بجو او ۴۵ دقیقو پیل شي.

د ملګرو ملتونو د سندونو له مخې، د بېنټ نوی راپور د ۲۰۲۵ کال له نومبر د روان ۲۰۲۶ کال اګست پورې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزوي او په کې د طالبانو حکومت د پالیسیو او اقداماتو، د ښځو او نجونو پر حقونو د محدودیتونو، د بیان او مذهبي ازادۍ او د بشري حقونو د نورو مسایلو په اړه ارزونه وړاندې شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here