یکشنبه, سپتمبر 6, 2026
Homeافغانستانفواد چودري: د پښتنو ستونزې باید د قبایلي او مذهبي افراطیت له...

فواد چودري: د پښتنو ستونزې باید د قبایلي او مذهبي افراطیت له زاویې وکتل شي

د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چودري د مریم نواز څرګندونږ ته د ملي دیموکراتیک غورځنګ د مشر محسن داوړ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې روانې جګړې تر ډېره قبایلي ریښې لري او باید د پنجاب پر ضد د تورونو پر ځای د ستونزې اصلي لاملونه وڅېړل شي.

چودري په یوه بیان کې ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، احرار او نورو وسله‌والو ډلو فعالیتونه په بنسټیز ډول د پښتنو په قبایلي شخړو پورې تړاو لري او کله مذهبي او کله قبایلي بڼه غوره کوي.

هغه د باچا خان د عدم تشدد د نظریې د تعقیب غوښتنه کړې او مذهبي او قبایلي افراطیت یې د پښتني ټولنې د تباهۍ لامل بللی دی.

چودري همداراز ویلي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ د وروستیو زر پېښو څېړنه باید وشي، څو معلومه شي چې په دغو بریدونو کې ځانمرګي او فدایي بریدګر څوک وو.

نوموړي ټینګار کړی چې د ترهګرۍ د ستونزې د حل لپاره باید لومړی ستونزه په سمه توګه وپېژندل شي او د هغې اصلي لاملونه ومنل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here