د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اړوند MAGA Inc ډلې د ټکساس ایالت د سنا ټاکنو لپاره د ۱۰ میلیونه ډالرو د تلویزیوني او ډیجیټلي تبلیغاتي کمپاین اعلان کړی دی.
ټرمپ ویلي چې د خپل Super PAC له لارې به د راتلونکو منځمهالو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو نوماندانو د ملاتړ په موخه شاوخوا ۴۰۰ تر ۵۰۰ میلیونه ډالر ولګوي.
په ټکساس کې د جمهوري غوښتونکو کین پاکسټن او د دیموکراتانو جېمز ټالاریکو ترمنځ سیالي روانه ده.

