شنبه, سپتمبر 5, 2026
Homeسیمهټرمپ: ښايي ډېر زر د ایران «کلنګ غر» په نښه کړو

ټرمپ: ښايي ډېر زر د ایران «کلنګ غر» په نښه کړو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ کړی چې متحده ایالات ښايي د ایران کلنګ یا پیک‌اکس غر په نوم پیاوړی خوندي شوی ځای په «ډېر نږدې وخت» کې په نښه کړي.

نوموړي ویلي، که په دغه ځای کې کوم فعالیت روان وي، امریکا یې د برید هدف ګرځولی شي.

کلنګ یا پیک‌اکس غر د ایران د نطنز د یورانیمو غني کولو مرکز ته څېرمه موقعیت لري او د ځمکې ژورو برخو کې دوه پیاوړي تونلي کمپلکسونه لري.

په ورته وخت د ایران د هوايي دفاع قوماندان بریدجنرال علیرضا الهامي ویلي چې ایران اوس او په راتلونکي کې «هر ډول مقابلې» ته چمتو دی، ځکه د نوموړي په وینا، ګواښ لا پای ته نه دی رسېدلی.

د ټرمپ تازه خبرداری په داسې حال کې دی چې د امریکا او ایران ترمنځ روانه شخړه لا هم دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ پوځي تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here