د پښتون ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د پنجاب د اعلیٰ وزیرې مریم نواز شریف هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ګواکې پنجاب ته له ګاونډیو صوبو ترهګري راځي.
مریم نواز د سپټمبر په پنځمه په لاهور کې د پنجاب د مصنوعي ځیرکتیا مرکز او د صوبایي استخباراتي فیوژن او ګواښ ارزونې مرکز د پرانیستې پر مهال ویلي: «ما ته ګواښ له ګاونډي هېواد کم، خو له ګاونډۍ صوبې زیات دی او له هغه ځایه ترهګري پنجاب ته راځي.»
داوړ مریم نواز ته په غبرګون کې ویلي چې د دوی اصلي ګواښ د پنجاب له ملکي ـ پوځي اشرافیې دی؛ هغه اشرافيه چې د ده په وینا، د طبیعي سرچینو د کنټرول او د امریکا د ګټو لپاره یې د پښتونخوا او بلوچستان سیمې د «باروتو پر انبار» بدلې کړې دي.
نوموړي ویلي، هغه ترهګري چې مریم نواز یې نن د پنجاب لپاره ګواښ بولي، «معماران یې خپله پنجابي اشرافيه ده».
داوړ زیاته کړې: «تاسو اوس د دې تودوخه احساسوئ، خو موږ له لسیزو راهیسې په دې اور کې سوځو.»
د مریم نواز او محسن داوړ څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي پېښو او وسلهوالو بریدونو په اړه د پاکستان د حکومت او سیمهییزو سیاسي ډلو ترمنځ د مسوولیت پر سر اختلافات دوام لري.

