شنبه, سپتمبر 5, 2026
Homeافغانستانځوان کرکټ لوبغاړي اظهارالحق نوید د اوبو او جوسو فابریکه جوړه کړه

ځوان کرکټ لوبغاړي اظهارالحق نوید د اوبو او جوسو فابریکه جوړه کړه

د افغانستان ځوان کرکټ لوبغاړي اظهارالحق نوید په جلال‌اباد کې د تصفیه شویو اوبو او جوسو د تولید فابریکه جوړه کړې ده.

نوموړي ویلي، فابریکه اوس په جلال‌اباد کې فعالیت کوي او پلان لري چې په راتلونکي کې یې نورو ولایتونو ته هم پراخه کړي.

د نوموړي په وینا، په فابریکه کې لسګونه کسان پر کار بوخت دي او د ځوانانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.

د نوموړي دا اقدام په خواله رسنیو د ډېرو هېوادوالو له لوري له تود هرکلي سره مخ شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here