د خیبر سوداګرۍ او صنایعو خونې له پاکستاني حکومت څخه غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه سمدستي پرانیزي.
د سوداګرۍ خونې په وینا، د تورخم د اوږدمهاله تړل کېدو له امله سوداګرو او د دواړو هېوادونو اقتصادونو ته میلیاردونه ډالر زیان اوښتی دی.
د سوداګرۍ استازي وايي، د لارې دوامداره تړل کېدو د توکو لېږد، سوداګري او د زرګونو کسانو روزګار له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

