جمعه, سپتمبر 4, 2026
Homeافغانستانایران په مشهد کې دوه افغانان اعدام کړي

ایران په مشهد کې دوه افغانان اعدام کړي

د هه‌نګاو بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې ایران دوه افغانان «انصار نامي او نظیف رسول‌خوانده» د مشهد په وکیل‌اباد مرکزي زندان کې اعدام کړي دي.

د راپور له مخې، ۵۲ کلن انصار نامي او ۴۶ کلن نظیف رسول‌خوانده د سپټمبر په ۲مه په پټه اعدام شوي او کورنیو ته یې د وروستۍ لیدنې اجازه هم نه وه ورکړل شوې.

هه‌نګاو وايي، دواړه کسان د تخار د تالقان اوسېدونکي وو او شاوخوا دوه کاله وړاندې په یوه ګډه دوسیه کې د یوې نیمه‌جوړې ودانۍ دننه د دوو کسانو د وژلو په تور نیول شوي وو.

د راپور له مخې، ایراني محکمې هغوی د قصاص پر سزا محکوم کړي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان هم د دغو دوو افغانانو اعدام تایید کړی او ویلي یې دي چې اعدام یې د کورنیو له خبرولو او له هغوی سره له وروستۍ لیدنې پرته ترسره شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here