د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) اوسني او پخواني مشران وايي، پر دې محکمې د فشارونو او د هغې د منزوي کولو هڅې د نړیوال قانون د حاکمیت د کمزوري کولو لپاره دي.
دوی خبرداری ورکړی چې د محکمې د چارواکو پر وړاندې بندیزونه او فشارونه د نړیوال عدالت او د جدي جرمونو د حساب ورکونې بهیر ته زیان رسوي.

