چهارشنبه, سپتمبر 2, 2026
Homeامنیتبحرین د احتمالي برید له وېرې درېیم امنیتي خبرداری ورکړ

بحرین د احتمالي برید له وېرې درېیم امنیتي خبرداری ورکړ

د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له بیا تودېدو سره د بحرین د کورنیو چارو وزارت په تېرو شپږو ساعتونو کې د درېیم ځل لپاره د یوه «احتمالي ګواښ» په اړه امنیتي خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې ارام پاتې شي او تر ټولو نږدې خوندي ځای ته ولاړ شي.

دا خبرداری په داسې مهال ورکړل شوی چې د امریکا او ایران ترمنځ تازه پوځي نښتې یو ځل بیا پیل شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، ایران په بحرین، اردن او عراق کې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي او بحرین وايي چې د ایران ځینې توغندي او بې پیلوټه الوتکې یې له منځه وړي دي.

د سیمې وضعیت وروسته له هغه ترینګلی شوی چې امریکا په ایران کې د سپاه پاسداران اړوند هوايي دفاعي، راداري او ارتباطي تاسیسات په نښه کړل او تهران یې په ځواب کې سیمه کې پر امریکايي اهدافو بریدونه وکړل.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here