چهارشنبه, سپتمبر 2, 2026
Homeامنیتایران په خوزستان کې د امریکا په توغندیزو بریدونو کې ۷ کسان...

ایران په خوزستان کې د امریکا په توغندیزو بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي

د ایران د خوزستان ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت پر درېیو سیمو د امریکا په توغندیزو بریدونو کې ۷ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د خوزستان د امنیتي چارو د مرستیال والي له قوله ویلي، بریدونه تېره شپه شوي دي.

تر اوسه د بریدونو د دقیقو هدفونو او د وژل شویو کسانو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ له لنډې دمې وروسته تازه پوځي نښتې بیا پیل شوې دي.

د امریکا پوځ وايي، په وروستیو بریدونو کې یې په ایران کې د سپاه پاسداران د هوايي دفاع، رادارونو، سمندري او ارتباطي تاسیساتو په ګډون یو شمېر پوځي اهداف په نښه کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here