چهارشنبه, سپتمبر 2, 2026
Homeافغانستانافغانستان په بېلابېلو وختونو کې د زلزلو ټکانونه احساس شوي

افغانستان په بېلابېلو وختونو کې د زلزلو ټکانونه احساس شوي

له تېرې شپې راهیسې د افغانستان په ختیځ، پلازمېنه کابل او شاوخوا سیمو کې د زلزلو ټکانونه احساس شوي.

د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ادارې ویلي، نن چهارشنبه سهار ۶:۱۷ بجې د ۴.۲ درجې په شدت زلزلې کابل او د هېواد ځینې برخې ولړزولې.

د ادارې د معلوماتو له مخې، د زلزلې مرکز د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ په شاوخوا کې او د ځمکې په ۱۰ کیلومترۍ ژوروالي کې و.

تر اوسه د دې زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو په اړه کوم رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ناوخته هم د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي خو د زلزلې د مرکز، شدت او زیانونو په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here