راپورونه وايي، د خیبر پښتونخوا د بنو د بکاخېلو په سیمه کې د روانو پوځي عملیاتو پر مهال ۱۳ ښوونځي ویجاړ شوي دي.
د راپورونو له مخې، په سیمه کې یو شمېر نور ښوونځي هم د پاکستان پوځ له خوا د پوځي پوستو په توګه کارول کېږي چې له امله یې د ځايي زدهکوونکو زدهکړې له جدي خنډ سره مخ شوې دي.
تر اوسه د پاکستان پوځ په رسمي ډول د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي خو د پښتونخوا او بلوچستان نه وروستي راپورونه ښیي چې د دغو سیمو په ښوونځيو کې زده کړې ټکنۍ او یو شمېر ښوونځي په چاودنو کې ویجاړ شوي هم دي.

