د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان ګډون د سیمې په ګټه دی او هلته د سیمې موضوعات بحث کیږي، افغانستان د سیمې مهمه برخه ده.
مجاهد په یوه تازه مرکه کې زیاته کړې، افغانستان د اقتصادي، امنیتي، سیاسي او ټولنیز پلوه د سیمې مهمه برخه ده او د شانګهای سازمان غړي هېوادونه باید د افغانستان دغه ارزښت درک کړي او غونډه د ځینو سیاستونو قرباني نه کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د دوی د استازو له حضور پرته به د غونډې پرېکړې بشپړې نه وي.
د ۲۰۲۶ کال د شانګهای همکاریو سازمان د مشرانو ۲۶مه غونډه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د اګست له ۳۱مې د سپټمبر تر ۱مې پورې روانه ده او په دې غونډه کې د طالبانو حکومت استازو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

