سه شنبه, سپتمبر 1, 2026
Homeافغانستاند امریکا فدرالي محکمې ر حمان‌الله لکنوال ته د اجباري تغذیې امر...

د امریکا فدرالي محکمې ر حمان‌الله لکنوال ته د اجباري تغذیې امر وکړ

د امریکا یوه فدرالي قاضي امر کړی چې رحمان‌الله لکنوال، چې د سپینې ماڼۍ ته څېرمه د دوو ملي ګارد سرتېرو د ډزو په قضیه کې تورن دی، د ژوند د ژغورلو لپاره دې له خپلې خوښې پرته تغذیه او طبي درملنه شي.

د محکمې د حکم له مخې، د زندان ډاکټران کولی شي د هغه له رضایت پرته د رګ له لارې یا د طبي ټیوب په وسیله ورته خواړه او اړینې درملنې برابرې کړي.

راپورونه وایي، لکنوال په وروستیو میاشتو کې له خوړو ډډه کړې وه او د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له امله روغتون ته هم انتقال شوی و.

هغه پرې لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here