د انګلېنډ پر وړاندې د ټېسټ لوبلړۍ له بایللو وروسته د پاکستان کرکټ بورډ په جدي اقداماتو لاس پورې کړ.
دغې بورډ د ټېسټ لوبډلې مشر روزونکی سرفراز خان او د توپ اچوونې روزونکی عمر ګل له دندې ګوښه کړل او پر ځای یې مایک هېسن د سور توپ فارمټ روزونکی او اشلي نوفکي د توپ اچوونې روزونکی وټاکه.
همداراز یې د انګلېنډ پر وړاندې د درېیمې ټېسټ لوبې لپاره د محمد رضوان او امام الحق په ګډون اووه لوبغاړي له نوملړ ډراپ کړل او نور نوي لوبغاړي چې پنځو یې په کې تراوسه هېڅ نړیواله ټېسټ لوبه نه ده کړې، ور اضافه کړل.
د پاکستان کرکټ بورډ دغو اقداماتو د پاکستان پخوانیو لوبغاړو او مینه والو توند غبرګونونه راپارولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له اوږدې مودې راهیسې په ټېسټ کرکټ کې د پاکستان وضعیت ښه نه دی او په خپلو تېرو ۱۱ بهرنیو ټېسټ لوبو کې یې ۱۰ ماتې خوړلې دي.

