د افغانستان د متحدې جبهې په نوم د ډلې ویاند هلال کاکړ ادعا کوي چې د دې جبهې ځواکونو په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۴۳ عملیات ترسره کړي دي.
کاکړ وايي، په دغو عملیاتو کې د طالبانو ۷۴ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، د جبهې له مهمو عملیاتو یو د کندهار پر قول اردو برید او له لویو عملیاتو د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د یوه پوځي مرکز نیول وو.
هغه ادعا کوي چې د نوزاد ولسوالۍ له نیول شوي مرکز یې پوځي تجهیزات او مهمات هم له ځان سره وړي دي.
د کاکړ په خبره، پر کندهار قول اردو په مستقیم تعرضي برید کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د متحدې جبهې ویاند وايي، په دغو عملیاتو کې هغه طالبان په نښه شوي چې د نوموړي په وینا، د خلکو په وهلو، ځورولو او نیولو کې لاس لري او د جبهې موخه د طالبانو حکومت پر وړاندې مبارزه او د افغانستان «ازادول» دي.
تراوسه د طالبانو حکومت د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

