سه شنبه, سپتمبر 1, 2026
Homeپښتونخواپښتونخوا مهمند؛ ځايي خلکو په ملکي جامو کې شاوخوا ۱۰ وسله‌وال نیولي

پښتونخوا مهمند؛ ځايي خلکو په ملکي جامو کې شاوخوا ۱۰ وسله‌وال نیولي

د خیبر پښتونخوا د مهمندو په یوه غرنیزه سیمه کې ځايي اوسېدونکو شاوخوا ۱۰ وسله‌وال کسان نیولي چې ملکي جامې یې اغوستې وې.

د راپورونو له مخې، دغه کسان له ماښام وروسته د سرحدي ځواکونو (FC) په موټرو کې سیمې ته انتقال او هلته ښکته کړل شوي وو.

ویل کېږي، د سیمې اوسېدونکو د دغو کسانو د هویت د معلومولو غوښتنه کړې او پولیس هم د پېښې ځای ته ورغلي وو.

د راپورونو له مخې نیول شویو کسانو د خپل هویت د پټولو لپاره مصنوعي ږیرې او برېتونه هم کارولي وو. د سیمې ځینو اوسېدونکو ادعا کړې چې ښايي دغه کسان د داعش اړوند وي او له بلوچستان خیبر پښتونخوا ته لېږدول شوي وي.

راپورونه وایي کله چې خلکو غوښتل له دغو کسانو سره سخت چلند وکړي، یو پوځي افسر سیمې ته ورغلی او لاسوهنه یې کړې چې «دا زموږ خپل کسان او پوځي پرسونل دي.» خو خلکو ترې پوښتنه کړې چې که دغه کسان پوځي وي، نو ولې په ملکي جامو او د هویت په پټولو سره په سیمه کې ګرځي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here