دوشنبه, اگست 31, 2026
Homeافغانستانمحمود خان اڅکزی: پر افغانستان د ټولو ستونزو د مسوولیت اچول د...

محمود خان اڅکزی: پر افغانستان د ټولو ستونزو د مسوولیت اچول د واقعیت ښکارندویي نه کوي

د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند (PkMAP) مشر او د دغه هېواد په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر، محمود خان اڅکزي ویلي چې افغانستان لا هم په سیمه‌ییزو ناستو، په ځانګړي ډول د شانګهای همکاریو سازمان په څېر فورمونو کې، تر ډېره د امنیتي موضوع په توګه مطرح کېږي.

اڅکزي ویلي چې د افغانستان د امنیتي ستونزو د حل په بحثونو کې باید د دغه هېواد تاریخي وضعیت او د تېرو لسیزو جګړې هم په پام کې ونیول شي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزو ټول مسوولیت یوازې پر دغه هېواد اچول د سیمې د شخړو بشپړ انځور نه وړاندې کوي.

نوموړي همداراز ویلي چې د سړې جګړې پر مهال د افغانستان په جګړو کې ښکېلو قدرتونو او د هغوی نیابتي ډلو د دغه هېواد په ویجاړۍ کې تاریخي مسوولیت لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here