په کابل کې یو شمېر افغان ځوانانو داسې ځیرک روباټ جوړ کړی چې د خبرو کولو وړتیا لري.
د روباټ جوړوونکي وايي، دغه روباټ ته یې د «افغان امنیتي روباټ» نوم ورکړی او موخه یې د نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د عملي نوښت رامنځته کول دي.
په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې روباټ له انسانانو سره خبرې کوي او پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.
د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په لړ کې، په افغانستان کې د دې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ورته نوښتونو رامنځته کېدل د ټکنالوژۍ په برخه کې د ځوانانو د وړتیاوو ښکارندويي کوي.

