جمعه, اگست 28, 2026
Homeافغانستانکابل کې ځوانانو یو داسې ځیرک روباټ جوړ کړی چې خبرې کوي

کابل کې ځوانانو یو داسې ځیرک روباټ جوړ کړی چې خبرې کوي

په کابل کې یو شمېر افغان ځوانانو داسې ځیرک روباټ جوړ کړی چې د خبرو کولو وړتیا لري.

د روباټ جوړوونکي وايي، دغه روباټ ته یې د «افغان امنیتي روباټ» نوم ورکړی او موخه یې د نوې ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د عملي نوښت رامنځته کول دي.

په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې روباټ له انسانانو سره خبرې کوي او پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

د مصنوعي ځیرکتیا د پراختیا په لړ کې، په افغانستان کې د دې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ورته نوښتونو رامنځته کېدل د ټکنالوژۍ په برخه کې د ځوانانو د وړتیاوو ښکارندويي کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here