پنجشنبه, اگست 27, 2026
Homeافغانستانافغان زده‌کړیالانو د ویزو د ځنډ له امله د اسلام‌اباد سترې محکمې...

افغان زده‌کړیالانو د ویزو د ځنډ له امله د اسلام‌اباد سترې محکمې ته عریضه کړې

یو شمېر افغان زده‌کړیالانو په پاکستان کې د خپلو تحصیلي ویزو د تمدید د اوږده ځنډ له امله د اسلام‌اباد سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

زده‌کړیالانو له محکمې غوښتي چې پاکستاني قانون پلي کوونکي بنسټونه دې یوازې د پخوانیو تحصیلي ویزو د ختمېدو له امله د دوی له ځورولو، نیولو، بندي کولو، جبري ایستلو او پر وړاندې د جزايي اقداماتو له ترسره کولو ډډه کړي.

اسلام‌اباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د افغان زده‌کړیالانو اتحادیه وايي، د دوی د ویزو د تمدید بهیر له اوږدې مودې راهیسې ځنډول شوی او په وروستیو میاشتو کې د یو شمېر افغان زده‌کړیالانو د نیول کېدو او له پاکستانه د ایستل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د زده‌کړیالانو وکیل ایمل خان مندوخېل ویلي، تمه ده قضیه د روانې میاشتې په ترڅ کې د اسلام‌اباد سترې محکمې ته د اورېدنې لپاره وړاندې شي.

د محکمې رسمي سیستم هم ښيي چې د قضیو د اورېدنې او وضعیت لپاره جلا آنلاین سیستم لري، خو د دې ځانګړې قضیې د اورېدنې نېټه په موجودو رسمي معلوماتو کې تر اوسه روښانه نه ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here