یو شمېر افغان زدهکړیالانو په پاکستان کې د خپلو تحصیلي ویزو د تمدید د اوږده ځنډ له امله د اسلاماباد سترې محکمې ته عریضه کړې ده.
زدهکړیالانو له محکمې غوښتي چې پاکستاني قانون پلي کوونکي بنسټونه دې یوازې د پخوانیو تحصیلي ویزو د ختمېدو له امله د دوی له ځورولو، نیولو، بندي کولو، جبري ایستلو او پر وړاندې د جزايي اقداماتو له ترسره کولو ډډه کړي.
اسلاماباد کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د افغان زدهکړیالانو اتحادیه وايي، د دوی د ویزو د تمدید بهیر له اوږدې مودې راهیسې ځنډول شوی او په وروستیو میاشتو کې د یو شمېر افغان زدهکړیالانو د نیول کېدو او له پاکستانه د ایستل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د زدهکړیالانو وکیل ایمل خان مندوخېل ویلي، تمه ده قضیه د روانې میاشتې په ترڅ کې د اسلاماباد سترې محکمې ته د اورېدنې لپاره وړاندې شي.
د محکمې رسمي سیستم هم ښيي چې د قضیو د اورېدنې او وضعیت لپاره جلا آنلاین سیستم لري، خو د دې ځانګړې قضیې د اورېدنې نېټه په موجودو رسمي معلوماتو کې تر اوسه روښانه نه ده.

