سه شنبه, اگست 25, 2026
Homeافغانستانعطا نور: د مخالفینو په اړه د متقي وروستۍ څرګندونې یې د...

عطا نور: د مخالفینو په اړه د متقي وروستۍ څرګندونې یې د اخلاقو کمزورتیا ښکارندویي کوي

د جمعیت اسلامي د نور څانګې مشر عطا محمد نور د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د مخالفانو په اړه پر وروستیو څرګندونو سختې نیوکې کړې دي.

نور ویلي، متقي د مخالفانو او «خپلو نه‌بللو» قومونو په اړه له سپکوونکې ژبې کار اخیستی او په وینا یې، دا څرګندونې د نوموړي د اخلاقو د کمزورتیا ښکارندویي کوي.

نوموړي پر ټولو طالبانو هم نیوکه کړې او ادعا یې کړې چې دغه ډله د واک ته رسېدو پر مهال د پاکستان او بهرنیو وسله‌والو له ملاتړ برخمنه وه.

نور همداراز طالبان د بندیانو او د وژل شویو مخالفانو جسدونو ته په سپکاوي تورن کړي او د احمدشاه مسعود، عبدالرزاق اچکزي او عبدالعلي مزاري پر مزارونو یې د طالبانو د چلند یادونه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here