بلاروس ته د طالبانو د حکومت د ۱۳ کسیز پلاوي د سفر په ترڅ کې خپرو شویو انځورونو یو ځل بیا د ښځو پر ضد د طالبانو د تګلارو په اړه بحثونه راپورته کړي دي.
د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د خبر له مخې، د طالبانو پلاوي بلاروس کې د پنیر جوړولو په یوه فابریکه کې له یوې بېحجابې ښځې سره لیدلي او هغې د خوراکي او ماشومانو د محصولاتو په اړه پلاوي ته معلومات ورکول.
د دغې لیدنې انځورونه هم د بلاروس ځینو رسنیو کې خپاره شوي وو چې وروسته رسنیو او وېبپاڼو حذف شوي دي.
دا انځورونه داسې مهال خپرېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو د حجاب په اړه سخت محدودیتونه لګولي او د امر بالمعروف وزارت د حجاب د نه مراعاتولو په تړاو د ښځو د نیولو ګواښ هم کړی دی.

