پنجشنبه, اگست 27, 2026
Homeافغانستاند طالبانو پلاوی په بلاروس کې له بې‌حجابه ښځو سره د لیدنې...

د طالبانو پلاوی په بلاروس کې له بې‌حجابه ښځو سره د لیدنې له امله د پوښتنو سره مخ شوی

بلاروس ته د طالبانو د حکومت د ۱۳ کسیز پلاوي د سفر په ترڅ کې خپرو شویو انځورونو یو ځل بیا د ښځو پر ضد د طالبانو د تګلارو په اړه بحثونه راپورته کړي دي.

د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د خبر له مخې، د طالبانو پلاوي بلاروس کې د پنیر جوړولو په یوه فابریکه کې له یوې بې‌حجابې ښځې سره لیدلي او هغې د خوراکي او ماشومانو د محصولاتو په اړه پلاوي ته معلومات ورکول.

د دغې لیدنې انځورونه هم د بلاروس ځینو رسنیو کې خپاره شوي وو چې وروسته رسنیو او وېب‌پاڼو حذف شوي دي.

دا انځورونه داسې مهال خپرېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو د حجاب په اړه سخت محدودیتونه لګولي او د امر بالمعروف وزارت د حجاب د نه مراعاتولو په تړاو د ښځو د نیولو ګواښ هم کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here