د جرمني «تاګسڅایټونګ» ورځپاڼې راپور ورکړی چې برلین پلان لري، د سهشنبې په ورځ د افغان کډوالو د ایستلو لپاره یو بل ځانګړی پرواز ترسره کړي.
د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه پرواز د جرمني له لایپزیګ/هالې هوايي ډګر د کابل پر لور ترسره شي.
دا به د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د جرمني دویمه ډلهییزه ستنونه وي چې په کې هغه افغانان هم شامل دي چې جرمي مخینه نه لري.
د جرمني حکومت د جولای له میاشتې راهیسې د افغانانو د ایستلو پخوانی محدودیت چې یوازې پر مجرمینو او د امنیتي ګواښ په توګه پر پېژندل شویو کسانو یې تمرکز درلود، پراخ کړی دی.
د تېرې جولای په وروستۍ ډلهییزه الوتنه کې ۳۱ افغانان کابل ته واستول شول چې په منځ کې یې یو کس جرمي مخینه نه لرله.
د «تاګسڅایټونګ» په وینا، د جرمني او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د کابل پر لور په میاشت کې تر درېیو پورې د ډلهییزو ایستلو د الوتنو زمینه برابره شوې ده.
تر اوسه د جرمني حکومت د راتلونکې الوتنې په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي.

