سه شنبه, اگست 25, 2026
Homeافغانستانجرمني کابل ته د افغان کډوالو د ایستلو نوی پرواز ترسره کوي

جرمني کابل ته د افغان کډوالو د ایستلو نوی پرواز ترسره کوي

د جرمني «تاګس‌څایټونګ» ورځپاڼې راپور ورکړی چې برلین پلان لري، د سه‌شنبې په ورځ د افغان کډوالو د ایستلو لپاره یو بل ځانګړی پرواز ترسره کړي.

د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه پرواز د جرمني له لایپزیګ/هالې هوايي ډګر د کابل پر لور ترسره شي.

دا به د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته د جرمني دویمه ډله‌ییزه ستنونه وي چې په کې هغه افغانان هم شامل دي چې جرمي مخینه نه لري.

د جرمني حکومت د جولای له میاشتې راهیسې د افغانانو د ایستلو پخوانی محدودیت چې یوازې پر مجرمینو او د امنیتي ګواښ په توګه پر پېژندل شویو کسانو یې تمرکز درلود، پراخ کړی دی.

د تېرې جولای په وروستۍ ډله‌ییزه الوتنه کې ۳۱ افغانان کابل ته واستول شول چې په منځ کې یې یو کس جرمي مخینه نه لرله.

د «تاګس‌څایټونګ» په وینا، د جرمني او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، د کابل پر لور په میاشت کې تر درېیو پورې د ډله‌ییزو ایستلو د الوتنو زمینه برابره شوې ده.

تر اوسه د جرمني حکومت د راتلونکې الوتنې په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here