د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت خپل روسي سیال موسار ابراګیموف ته په ماتې ورکولو سره د PFL سازمان په سیالیو کې مهمه بریا خپله کړه.
دا د بشارت د مسلکي مبارزو ۱۶مه بریا ده؛ خو تر دې وړاندې دوه ماتې هم لري.
بل لور، افغان مبارز نصرت حقپرست د UFC په سیالیو کې له امریکايي سیال کریس پادیلا ماتې وخوړه.
حقپرست په درېیم پړاو کې د پادیلا پر وړاندې سیالي وبایلله.
دا د ۳۰ کلن حقپرست د مسلکي مبارزو اوومه ماتې ده، خو تر دې دمه یې ۱۸ بریاوې هم ترلاسه کړې دي.

