د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د امریکا کانګرس ته د لومړنۍ افغان- امریکایۍ په توګه د عایشې وهاب له انتخابېدو وروسته، هغې ته د مبارکۍ ترڅنګ ویلي چې باید خپل تمرکز په بشپړه توګه د امریکا پر سیاست وساتي.
صالح په یوه پیغام کې ویلي، افغان ولس لا هم د افغانستان په سیاست کې د زلمي خلیلزاد د رول له امله له رامنځته شوې «سترې صدمې» نه دی وتلی. نوموړي خلیلزاد د «نفاق، خیانت او دوهمخۍ» له مفاهیمو سره تړلی بللی دی.
هغه عایشې وهاب ته ویلي: «امریکا تاسو ته دا ویاړ درکړی چې د خپل ولس استازیتوب وکړئ؛ سل سلنه امریکایۍ اوسئ.» صالح زیاته کړې چې د دوهتابعیتو کسانو له خوا د خپل اصلي هېواد «افغانستان» په چارو کې لاسوهنه ښه مخینه نه لري.
صالح، سره له دې نیوکو، وهاب ته د کانګرس د څوکۍ د ترلاسه کولو له امله د زړه له کومې مبارکي هم ورکړې ده.
وهاب تېره ورځ د کالیفورنیا د ۱۴مې کانګرسي حوزې په ځانګړو ټاکنو کې بریالۍ شوه او د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان- امریکایۍ غړې شوه.

