د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د کانګرس د استازو جرګې ته د لومړنۍ افغان- امریکایۍ په توګه د عایشه وهاب د بریالي کېدو له امله نوموړې ته مبارکي ویلې ده.
کرزي ویلي، د مېرمن وهاب بریا چې د یوې نابرابرې سیالۍ له لارې یې ترلاسه کړې، د افغان ښځو او نجونو د وړتیا څرګندونه کوي او ښيي چې که دوی ته مناسب فرصتونه برابر شي، د ټولنې او هېواد په پرمختګ کې رغنده رول لوبولی شي.
عایشې وهاب د کالیفورنیا د ۱۴مې حوزې په ځانګړو ټاکنو کې د ۵۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریا خپله کړه او د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان- امریکایۍ غړې شوه.

